د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: بې پیلوټه الوتکې دوه طالب قومندانان وژلي


امنیتي چارواکي وايي په نورستان کې د بهرنیو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په یوه هوايي حمله کې دوه طالب قومندانان وژل شوي دي.


په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د دویمې لوا ویاند هارون یوسفزي مشال راډیو ته وویل؛ دا دوه تنه طالبان د پنجشنبې پر سهار د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې په نښه شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG