د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیپال او عربي متحده امارت د کرکټ نړېوالې شل اوریزه سیالیو ته لار ومونده


له افغانستان او آيرلنډه وروسته نيپال او متحده عربي امارات هم د کرکټ د نړيوالې شورا يا (ای. سي. سي) د شلو اورونو نړيوالو اتلوليو ته بريالي شول.


د نيپال ټيم پرون (چارشنبه) د شل اوريزو سياليو نړيوال جام ته د غوراوي په سياليو کې، چې په متحده عربي اماراتو کې روانې دي؛ هانګ کانګ ته په پنځو ويکټونو ماتې ورکړه.

په بله سيالي کې متحده عربي اماراتو هالنډ ته په لسو منډو ماتې ورکړه.

متحده عربي امارات وروستي ځل په ۱۹۹۶ ميلادي کال د کرکټ د شلو اورونو د نړيوالو اتليو جام ته بريالي شوي و. خو د نيپال لپاره دا په ۱۷ کلونو کې لومړی ځل دی چې؛ د شلو اورونو نړيوال جام ته لاره مومي.

د شلو اورونو د نړيوال جام سيالۍ په ۲۰۱۴ کال په بنګله دېش کې ترسره کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG