د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري منځني ختيځ ته ځي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري منځني ختيځ ته د خپل راتلونکي سفر د تیاري په حال کې دی.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندویې جین ساکي ویلي؛ جان کري به په دې سفر کې چې د ډسمبر له درېیمې تر شپږمې دوام وکړي؛ په لومړي سر کې د اسرایلو له صدراعظم بنیامین نتینیاهو سره د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو تر منځ د وروستۍ موافقې په اړه خبرې وکړي.

له اسرایلو وروسته به کري رام الله ته لاړ شي؛ څو له فلسطیني ولسمشر محمودعباس سره وګوري او د اسرایل او فلسطین په سولې خبرې وکړي.

کري به د سفر په وروستیو کې مالدیف ته لاړ شي څو له دوو لسیزو وروسته د یوه امریکايي لوړپوړي چارواکي په توګه د دغه هېواد په مهمو مسایلو له مالدیفي چارواکو سره وغږیږي.
XS
SM
MD
LG