د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: چاودنې درې تنه ته مرک ژوبله اړولي


د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، په اچين ولسوالۍ کې دوه پرلپسې چاودنې شوي.


د ننګرهار ولایت ویاند احمد ضيا عبدالزي مشال راډیو ته وویل؛ چې نن د پنجشنبې پر سهار شاه خوا اته بجې د اچين ولسوالۍ د عدلخېلو په سیمه کې پر یوه سراچه ډوله ملکي موټر د سړک ځای پرځای شوي ماین چاودنه شوې؛

چې په پایله کې یو تن وژل شوی او درې تنه نور عام خلک زخميان دي.

عبدالزی وايي، کله چې دې پيښې ته خلک ورغونډیږي سمدلاسه بله چاودنه هم شوې؛ چې د وروستۍ پيښې جزیات نه دي څرګند.

د دې چاودنو مسوولیت ته اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG