د لاسرسي ځای

تازه خبر

''د ناټو رسد لاره تړل له جهاني تړونه وتل دي''


پېښور : که یو خوا ته په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف او جماعت اسلامی کارکنانو د ناټو لپاره رسد وړونکو ګاړو د ایسارولو لپاره ځای پر ځای پاټکونه لګولي دي.

پېښور : که یو خوا ته په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف او جماعت اسلامی کارکنانو د ناټو لپاره رسد وړونکو ګاړو د ایسارولو لپاره ځای پر ځای پاټکونه لګولي دي.


بل خوا د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران د سېشنبې پر ورځ په لاهور کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د خېبر پښتونخوا حکومت په موجوده حالاتو کې د ناټو رسد وړونکو ګاړو ته تحفظ نه شي ورکولی:

''موږ نه غواړو چې د دې له وجې د ناټو د تیلو یو ټانکر وسوځول شی یا نور څه زیاتی وشي، په دې وجه د پښتونخوا حکومت مرکزي حکومت ته درخواست کړی دی چې موږ د ناټو د اکمالاتی ګاړو حفاظت نه شو کولی، نو موږ ځکه د ناټو لاره بنده کړې ده''

خو کارپوه خادم حسین وايي چې د تحریک انصاف دا رویه له آئین او قانون سره سمه نه ده او که چېری تحریک انصاف او جماعت اسلامي د ناټو پر ګاړو بندیز لګول غواړي نو د دې لپاره آئیني او قانوني لاره دا ده چې اول خپل ریاست له هغه نړیوالو لوظنامو راوباسي چې دوی لاسلیک کړې دي.

''که څوک د ناټو رسد لاره بندول غواړي نو د دې لپاره پکار دا ده چې هغوی اول خپل ریاست د هغه بین الاقوامی لوظنامو راوباسي یا په خپل ریاست زور راوړي، چې له دغه بین الاقوامي معاهدو ځان راوباسي، او که فرض کړو، په زور دا کار کېږي نو بیا به په ریاست کې دننه ریاست جوړیږی او هم دغه زما په فکر د طالبانو مقصد هم دی. او دویمه خبره دا ده چې د پاکستان او نورو ریاستونو تر مینځ به یو داسې خطرناک صورتحال پیدا کېږي چې پاکستان به له نړۍ د یوازې کېدو اړخ ته ځي''

بلخوا د خېبر پښتونخوا وزیر اعلا پرویز خټک وزیر اعظم نواز شریف ته د ناټو لارو تړلو لپاره او په دې موجوده صورتحال د یو ټول ګوندیزې او بین الاصوبايي غونډې رابللو لپاره یو خط هم استولی دی-

د دغه لیک د موضوعاتو په اړه د وزیر اعلا ویاند شیراز پراچه مشال ریډیو ته وویل:

''هغه په دې لیک کې له وزیر اعظمه غوښتنه کړې ده چې په اسلام آباد کې دې د ټولو صوبو یوه غونډه راوبولې چې د ډرون بریدونو په ضد یوه تګ لاره جوړه کړل شي او د ټول ګوندیزې غونډې په رنګ دې دا غونډه ترسره شي او دا ټولې خبرې دې پکې وویل شي، او بله په دې لیک کې دا خبره ده چې وفاقي حکومت دې پخپله د ناټو رسد لاره وتړي''

خو د سیاسی چارو کارپوه قریش خټک وايي چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت ولسي ستونزې نه شي حل کولی نو د دې لپاره یې د ولس توجه د ناټو رسد او ډرون بریدونو اړخ ته اړولې ده.

''تر دې دمه دوی څو میاشتې په حکومت کې تیرې کړې خو د ولسي ستونزو حل کولو لپاره دوی څه ګامونه نه دې پورته کړي او دوی دا ټول وخت په دا رقم غیر ضروري خبرو کې تیر کړي دي. که تاسو وګورئ په پارلیمان کې چې عمران خان کومې خبرې او ویناګانې کړې دي. نو هغه د ولسي ستونزو هوارولو سره څه تعلق نه لري تر دې دمه چې د تحریک انصاف په مشرۍ صوبايي حکومت کوم اقدامات کړي دي نو که په دغه لړ کې ولس وپوښتل شي نو زما په فکر د ولس په ستونزو کې کمی نه دی راغلی او له هغو دولس پام اړولو لپاره دا نوې نوې شوشې پرېږدي''

د یادونی وړ ده چې په پښتونخوا کې پر څلورمه ورځ هم د خیبر پښتونخوا په بیلا بیلو ځایونو کې د پاکستان تحریک انصاف او جماعت اسلامی کارکنانو د ناټو په اکمالاتی لاره پاټکې لګولې دي چې له وجې یې د ټرانسپورټرانو کاروبار ډېر سخت اغیزمن شوی دی او دا احتجاج د هغی روستو پیل شوی کله چې په شمالي وزیرستان کې په ډرون برید کې د طالبانو مشر حکېم الله مسید ووژل شو او په هنګو کې په حقانی شبکه ډرون برید ترسره شو.
XS
SM
MD
LG