د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سعودي عرب کې یوه (ترهګر) ته د مرګ سزا


په سعودي عرب کې هغه کس ته د مرګ سزا اورول شوې ده چې په ۲۰۰۴ز کال کې په جده کې پر امریکايي کونسلګرۍ د حملې لپاره مجرم ګرځول شوی وو.



په هغه برید کې پینځه کسان وژل شوي ول. د سعودي عرب خبري اژانس وايي، امنیتي عدالت ۱۹ نورو کسانو ته له یوه تر ۲۵ کالونو د بند سزاګانې هم واورولې.

دا هغه کسان ول چې ورباندې پر امریکايي کونسلګرۍ په برید کې د مرستې کولو او د ترهګرو حملو چل جوړولو تورونه ول. پر دې مشکوکو کسانو دا تور هم وو چې د ((ورکلارو له ډلې)) دي.

دا حواله په ظاهره د القاعدې سختدریځې ډلې لپاره کارېږي. سعودي چارواکو د ۲۰۰۳ او ۲۰۰۶ز کالونو تر منځ پر القاعده د چاپو پر وخت په زرګونه کسان ونیول. هغه وخت په دې هیواد کې پر غربیانو او نورو اهدافو یو شمېر حملې شوې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG