د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسشمر کرزی له امریکا د امنیتي تړون په بدل کې امن غواړي


ولسمشر کرزی لویي جرګې ته د وینا پر مهال
ولسمشر کرزی لویي جرګې ته د وینا پر مهال
که څه هم د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي او دفاعي تړون د څيړلو لپاره راغوښتل شوي لويې جرګې له ولسمشر غوښتنه کړي چې زر تر زره دې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د يو شمير امريکايي پوځيانو د پاتې کېدو په اړه دا تړون لاسليک کړي خو افغان ولسمشر وايي دی له امريکا ځينې ضمانتونه غواړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي نن د دې جرګې په پای کې خبرې وکړي او وي ويل چې د جرګې فیصلې ته احترام لري خو دا تړون به له هغه وروسته لاسليک کړي چې امريکايانو ورته افغانستان کې د سولې او راتلونکو انتخاباتو د ښه تر سره کېدو ضمانت ورکړي.

چې کله ولسمشر حامد کرزي د لوبې جرګې له ګډوانو وغوښتل چې که د ده له غوښتنو سره متفق وي نو دي لاسونه پورته کړي. د نوموړي له دې خبرې سره هغوی لاسونه پورته کړل.

ولسمشر کرزی خپلې دغه غوښتنې تشريح کړې او ویې ویل چې په هیواد کې امن غواړو او ښه انتخابات غواړو.

د جرګې د کډونوالو د غوښتنې په ځواب کې ولسمشر وویل ً تاسو له ما غوښتي دي چې په یوه میاشت کې دننه دا تړون لاسلیک کړم. ایا په یوه میاشت کې امن راتلای شي. که ما دا تړون لاسلیک کړ او امن رانغلی نو به د افغانستان تاریخ ته څوک ملامت وي.ً

افغان ولسمشر وویل چې دی غواړي چې د دې تړون نتیجې باوري کړي. هغه وویل ً افغانستان تل جګړې ګټلې دي او سیاست یې بایللی دی. اوس ماته دا موقع ده چې سیاست وکړم او د افغانستان لپاره د دې تړون نتیجې باوري کړم.ً

خو سياسي چارو کارپوه، اسماعيل يون وايي ولسمشر کرزی د سياسي ګټو د تر لاسه کولو په ترڅ کې غواړي امريکايان په راتلونکو انتخاباتو کې د هغه د خوښې د کانديد ملاتړ وکړي. نوموړی زياتوي اول دې تړون لاسليک شي بيا دې وکتل شي چې امريکا يې عملي کوي او کنه؟

اسماعیل یون وویل ً یو تړون چې لاسلیک شوی نه وي نو بیا د هغه د پلي کولو لپاره له دې پرته بله لاره نشته چې سړی یې په عمل کې وګوري.ً

اسماعیل یون زیاته کړه چې امریکا د داسې تړون په لړ کې د نورو هیوادونو په پرتله افغانستان ته ډېر زیات امتیازات ورکړي دي.ً

نن د ولسمشر کرزي تر خبرو وروسته د جرګې مشر صبغت الله مجددي وويل چې ولسمشر بايد د تړون لاسليکول ونه ځنډوي. دا مهال کرزی يو ځل بيا سټيج ته ورغی او وي ويل چې که امريکايي ځواکونه د افغانانو د کورونه تالاشي کړي نو بيا به دا تړون مات وي.

ياده دي وي چې د شپې عمليات او د امريکايي پوځيانو له خوا د افغانانو د کورونو د تالاشۍ په اړه په تړون کې راغلي چې دغه کا به په ډيرو استثنايي حالاتو کې کيږي.

ځينې رسنيوو ليکلي چې کيدای شي د دغه تړون ترمخه تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ۱۴۰۰۰ په خوا او شا کې امريکايي پوځيان افغانستان کې پاتې شي.

تر دې وړاندې هم کرزي واضحه کړي وه چې دا تړون بايد د راتلونکي ولسمشر په وخت لاسليک شي خو امريکا ويلي چې بايد د دې کال تر آخره پورې وشي ځکه چې دوی او اتحادي هيوادونو ته يې د خپلو پوځيانو او مرکزونو په اړه د پلانولو ضرورت دی.
XS
SM
MD
LG