د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لويې جرګې مشر د ولسمشر له خبرو سره مخالفت وښود


د مشورتي لویې جرګې مشر صبغت الله مجددي د ولسمشر حامد کرزي له هغې خبرې سره مخالفت وکړ چې؛ ویلي یې دي، له امریکا سره امنیتي سند دې له انتخاباتو وروسته لاسلیک شي.


ښاغلي مجددي د جرګې په درېیمه ورځ د مشال راډیو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې؛ د دې سند د لاسلیک ځنډیدل د افغانستان په زیان دی.

ښاغلي کرزی د مشورتي لویې جرګې په لومړۍ ورځ وویل؛ که لویه جرګه او ملي شورا له امریکا سره امنیتي تړون تصویب هم کړي؛ د جمهوري ریاست له انتخاباتو وروسته به لاسلیک کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG