د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان- امریکا د فاعي تړون باید باید سږکال وشي


سپينې ماڼۍ وويل د روان ميلادي کال تر پاى مخکې د کابل او واشنګټن ترمنځ د دوه اړخيز امنيتي او دفاعي تړون لاسليک حتمي او ضروري دى.


د سپينې ماڼۍ وياند "جي کارني" پرون د جعمې پر ورځ په واشنګټن کې يوه کنفرانس ته دغه خبره وکړه:

”مهم ټکى دا دى چې د دواړو هېوادونو حکومتونه بايد دغه تړون هرڅومره ژر چې کېږي؛ خامخا د روان کال تر پاى مخکې لاسليک کړي. که تر هغه وخته تړون لاسليک نه شي، دا مسئله امريکا او متحدانو ته دا خبره ناممکنه کوي، چې تر ٢٠١٤م کال وروسته په افغانستان کې خپل حضور پلان کړي“

تر دې مخکې ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ مشورتي لويې جرګې ته وويل؛ چې کېدى شي دغه تړون د ١٣٩٣ل کال تر انتخاباتو وروسته لاسليک شي.

د افغانستان او امريکا ترمنځ دوه اړخيز امنيتي او دفاعي تړون تر ٢٠١٤م کال وروسته په افغانستان کې د يوشمېر بهرنيو ځواکونو حضور مشخصوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG