د لاسرسي ځای

تازه خبر

لویه جرګه د ولسمشر حامد کرزي په وینا پرانیستل شوه


لویه مشورتي جرګه نن د پنجشنبې په ورځ شاوخوا لس نیمې بجې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په وینا پرانیستل شوه.


ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې تر ډېره د دې جرګې په اصلي اجنډا ټینګار وکړ او ویې ویل چې؛ په دې جرګې کې به د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي سند په اړه خبرې وشي او له اجنډا بهر به هیڅ ډول خبرو ته اجازه نه وي.

د لویې مشورتي جرګې د جوړیدو کمیسیون ویاند عبدالخالق حسیني پشه يي مشال راډیو ته وویل، د دې جرګې اداري هییت به وټاکل شي.

د دې جرګې غړي به په پنځوسو کاري کمیټو کې خپل کار پیل کړي.

دا جرګه به تر یکشنبې ورځې پورې دوام ولري او په وروستۍ ورځ به خپل نظر د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي او دفاعي سند په اړه وړاندې کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG