د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق کې بمي چاودنو ۲۹ تنه ووژل


نن د چارشنبې په ورځ د عراق په مرکز بغداد کې د بمي چاودنو په لړۍ کې لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل شوي او لسګونه ژوبل دي.


دا چاودنې د بغداد په شیعه مېشتو برخو کې شوې دي. پولیس وايي، تر ټولو خونړۍ حمله د صدریه په سیمه کې شوې ده.

هلته موټر بمي چاودنه له یوه بازاره دباندې شوې ده. د رپورټونو تر مخې په دې چاودنه کې پینځه سودا اخیستونکي وژل شوي او یو شمېر ژوبل دي.

نورې حملې په شعب، طوبچي، کراده، اعظمیه او امین سیمو کې شوې دي.

په کراده کې په چاودنه کې څلور کسان وژل شوي، ۱۴ ژوبل دي. د نجف په ښار کې په یوه وړوکي بس کې په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او ۹ ژوبل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG