د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د افغان کډوالو له حقونو سرغړونه کوي


د بشري حقونو څار نړیوالې ادارې په خپل تازه رپورټ کې ویلي دي چې ایران د افغان کډوالو له حقونو سرغړونه کوي.


رپورټ نن د چارشنبې په ورځ په کابل کې خپور شوی دی او پر ایران انتقاد شوی دی چې ((په زرګونه افغانان یې خپل هیواد ته په داسې حال کې ستانه کړي دي چې پکې ګواښونه هم حقیقي دي او هم جدي.)) رپورټ وايي، ډېر افغان کډوال له کالونو راهیسې په ایران کې اوسي خو په دې وروستیو کې ایراني چارواکي پر دوی فشار راوړي چې خپل هیواد ته ستانه شي.

رپورټ دا هم وايي چې د تاوتریخوالي زیاتېدو له کبله چې کوم افغانان هیواد پرېږدي نو ایران ورته پناه نه ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG