د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: درې عسکر ووژل شول


د شمالي وزیرستان په شوه تحصیل کې د یوه پوځي کیمپ دننه د امنیتي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښته شوې ده.


د پاکستان استخباراتي ادارو چارواکو نن د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په دې حمله او نښته کې درې سرتېري وژل شوي او د یوه ولسي وګړي په ګډون اته کسان پکې ژوبل شوي دي.

د ابو بصیر په نوم یوه کس چې ځان د طالبانو ویاند ښایي وايي، د دوی دوه ځانمرګي برید ګر پوځي کیمپ ته ننوتي ول خو د دوی درېیم ملګري له کیمپ سره نېږدې په ګاډي کې چاودنه کړې ده.

امنیتي چارواکي وايي، دوی سیمه کلا بنده کړې او ګرځبندیز یې لګولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG