د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر سندرغاړو مسکان او سپوږمۍ برید، مور یې ووژل شوه


پولیس چارواکی وايي، د سندرغاړې مسکان لخوا په تاڼه کې دې پیښې اېف آی آر د یوه ناڅرګند او یوه پېژندل شوي تن خلاف ولیکل شو.

په پېښور هشتنغرۍ کې بېګا شپه د دوو ځايي سندرغاړو مسکان او سپوږمۍ پر ګاډو په ډزو کې د هغوی مور وژل شوې او ورندار یې سخته ژوبله ده.


د هشتنغرۍ تاڼې یو پولیس چارواکي مشال ریډیو ته وویل، پیښه بیګا یولس نیمې بجې پر مال ګودام سړک رامنځ ته شوه، د هغه په خبره که څه هم د سندرغاړو مور له برید پس لېډي ریډینګ روغتون ته ورسوله شوه خو هلته یې ساه ورکړه

پولیس چارواکی وايي، د سندرغاړې مسکان لخوا په تاڼه کې دې پیښې اېف آی آر د یوه ناڅرګند او یوه پېژندل شوي تن خلاف ولیکل شو.

(( په دې پېښه کې مسکان چې د اکبر خان لور ده، د مدعي په توګه رامخې ته شویده او ایف آی آر یې درج کړی دی- هغې پر سمیع الله شاکر او یو بل نامعلوم تن د برید تور ولګاوه.))


تر دې وړاندې هم ځينې پښتنې سندرغاړې وژل شوې دي. په دوی کې د سوات غزاله جاويد، په پېيښور کې يمن اداس او کوټه کې ياسمين ګل د يادولو دي.

د دوی د وژنو تورونو اکثره د دوی د کورنيوو پر غړو پورې شوي دي.

د غزاله جاويد خاوند د هغې د قتل په کيس کې نيول شوی هم وو او اوس پرې مقدمه چلېږي.
XS
SM
MD
LG