د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوهاټ ښار کې له نښتو پس ګرځبندیز


له سیمې رارسېدلي راپورونه وايي، چې د کوهاټ په تیرا بازار کې بلوه ګرو یو شمېر دوکانونو ته هم اور اچولی دی.


د خېبر پښتونخوا په کوهاټ کې پر مظاهره چیانو په ډزو کې د یوه پولیس سرتېري په ګډون دوه تنه وژل شوي دي، او درې ژوبل دي.

د کوهاټ پولیسو ویاند تنویر عاصم مشال راډیو ته ویلي، پېښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې د پنډې پېښې خلاف د اهلېسنت و الجماعت احتجاجی پر مظاهره له امام بارګاه سره نژدې په ډزو کې د پولیس یو کانسټیبل او یو بل تن وژل شوي دي.

په پیښه کې درې نور کسان زخمیان شوي دي چې د پولیس په خبره یوه پکې ښځه ده هم شامله ده.

له سیمې رارسېدلي راپورونه وايي، چې د کوهاټ په تیرا بازار کې بلوه ګرو یو شمېر دوکانونو ته هم اور اچولی دی.

له پېښې پس په کوهاټ ښار کې ګرځبندیز لګول شوی دی.

د پولیسو ویاند وايي، له دغو پیښو پس امنیتي ځواکونو سیمه په خپل ولکه کې اخستې ده او لټون یې پیل کړی دی.

که څه هم په خېبر پښتونخوا، بلوچستان او سیند صوبه کې سږنی محرم بې له تاوتریخوالي تېر شو خو د پاکستان د لویې صوبې پنجاب په راولپنډۍ او بیا وروسته د ملتان په ګډون یو شمېر نورو ښارونو کې د محرم پر لسمه د شییعه مسلک او سني مسلک د ځینو تنظیمونو تر منځ سختې خونړۍ پېښې رامنځ ته شوې چې د یو شمېر کسانو د وژل کېدو تر څنګ په لسګونه کسان ژوبل شول.

په راولپنډۍ او ملتان کې ګرځبندیز ولګول شو چې اوس یې په کې نرمي راغلې ده.
XS
SM
MD
LG