د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ: په دوو پېښو کې ۷ تنه د ملي اردو سرتیري او پولیس ټپیان شوي دي


چارواکي وایي، په کونړکې نن د شنبې په سهار په دوو پيښو کې اوه تنه د ملي اردو سرتیري او پولیس ټپیان شوي دي.


د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سید خیل مشال راډيو ته وویل؛ څلور سیمه ییز پولیس هغه مهال ټپیان شول چې؛ غوښتل یې په مرکز اسعد آباد کې یو ماین شنډ کړي.

په بله پيښه کې دوه د ملي اردو عسکراو یو پولیس د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفانو په راکټي حمله کې ټپیان شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG