د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: چاودنې ۹ تنه ټپیان کړي


چارواکي وايي، چې په ننګرهار ولایت کې یوې چاودنې نهه تنه ټپیان کړي دي.


د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند "حضرت حسین مشرقي وال" مشال راډیو ته وویل چې نن د شنبې په ورځ شاوخوا یوولس بجې د جلال اباد شپږم ماموریت اړوند "د مولوی خاص فامیلو" په سیمه کې د پولیسو پر رینجر موټر چاودنه شوې؛ چې څلور پولیس زخميان شوي دي.

مشرقي وال وايي، په یاده پيښه کې يو ملکي موټر هم تخریب شوی چې؛ په کې سپاره پينځه تنه ملکي وګړي هم ټپيان شوي او اوس د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي.

نوموړی وايي، چې چاودنه د سړک په غاړه کې د ځای پرځای شویو چاودیدونکو توکو له امله رامنځه ته شوې.

د دې پيښې مسولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG