د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوریې د کیمیاوي وسله له منځه وړلو خبرې کیږي


د کیمیاوي وسلو د څارنې نړیوال سازمان نن غونډه کوي او د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو په پلان به بحث وکړي.


د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو لپاره ددغه سازمان له خوا د یوه پلان تصویبول ډير مهم دي.

یوه میاشت وړاندې د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو او پلټنې کار پیل شوی دی.

د کیمیاوي وسلو د مخنیوي نړیوال سازمان هڅه کوي چې؛ د سوریې کیمیاوي وسلې له دغه هېواده بهر په بل ځای کې له منځه یوړل شي.

البانیا چې د خپل زهري غاز وسلې یې په بري سره له منځه وړي؛ د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو لپاره ممکن یو ښه انتخاب وي.

په عین حال کې د البانیا په مرکز تیرانا کې د دغه پلان پر ضد سخت مخالفتونه پیل شوي اوپه زرګونو کسانو د پنجشنبې په ورځ په ښار کې مظاهره وکړه.

فرانسه او بلجیم هم د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو لپاره په نظر کې نیول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG