د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: شپږ تنه وسله وال وژل شوي


د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ کې دولس تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.


د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال مشال راډیو ته وویل،چې افغان ګډو ځواکونو نن د جمعې په سهار شاوخوا اته بجې د دې ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې چاڼيز عملیات ترسره کړل،چې تر دوو ساعتو پورې دوام وکړ.

د مشرقي وال په خبره د دې عملياتو په پایله کې شپږ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ تنه نور ژوبل شوي دي او دارنګه ګڼ شمېر درنې او سپکې وسلې يې هم په لاس راوړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG