د لاسرسي ځای

تازه خبر

سرتاج عزیز له منموهن سینګ سره ولیدل


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، نن د شورو ورځې سهار د وزیر اعظم سلا کار سرتاج عزیز په هند کې له وزیر اعظم منموهن سېنګ سره لیدلي دي.


د اوونیزې خبري غونډې پر وخت د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعزاز احمد چودري وویل، سرتاج عزیز له هندي چارواکو سره د کنټرول کرښې پر وضیعت خبرې کړې دي.

چودري وویل، تېر ماښام سرتاج عزیز د هند د بهرنیو چارو له وزیر سلمان خورشید سره هم ولیدل. د اکتوبر په میاشت کې د هند و پاکستان تر منځ د کنټرول پر کرښې پر یو بل څو ځلې ډزې وشوې چې پکې دواړه خواوو ته سرتېري او ولسي وګړي ووژل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG