په بنو کې د پولیسو او وسله والو تر منځ په نښته کې دوه وسله وال وژل شوي دي.
د مشال راډیو خبریال وايي، پېښه بېګا له بنو ۱۳ کیلومیټره لرې د شېخ لنډاک په سیمه کې شوې ده.
چارواکي وايي، وسله والو د پولیسو پر پوسته برید وکړ چې بیا نښته وشوه.
په نښته کې یو سرتېری او یو وسله وال ژوبل شوي دي.