چین، روسیې، سعودي عربستان، ویتنام او کېوبا سره له دې چې د بشري حقونو مدافعانو پرې د بشري حقونو د خرابې سابقې په خاطر انتقادونه کړي، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې غړیتوب ترلاسه کړ.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ( پرون د سېشنبې په ورځ) په نیویارک کې دغې ۴۷ کسیزې شورا ته څوارلس هېوادونه غوره کړل.
په نړۍ کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کېدو لپاره د بشري حقونو د څار د سازمان د څانګې مشرې پیګي هیکس وویل، د بشري حقونو مدافعان به له راتلونکي کال څخه له دوی او یو شمېر نورو هېوادونو سره په دې شورا کې همکاري پای ته ورسوي.
د بشري حقونو د څار ډلې وویل، د دې شورا پنځو نویوغړیو چېن، روسیې، سعودي عربستان، ویتنام او الجزایر د ملګرو ملتونو پلټونکو ته اجازه نه ده ورکړې چې د هغو سرغړونو د ادعاوو په اړه څیړنه وکړي چې په دغو هېوادونو کې شوي دي.
فرانسې، بریتانیا، جنوبي افریقا، مراکش، نامیبیا،مقدونیا، مکسیکو او مالروییا هم د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا غړیتوب ترلاسه کړ.
دغه شورا به د جنوري پر لومړۍ نېټه په جینوا کې غونډه کوي.