د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ميدان وردګو کې شپاړس وسله وال وژل شوي


چارواکي وايي، په ميدان وردګو ولایت کې د طالبانو پر ضد عمليات شوي دي، چې پکې شپاړس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او نيول شوي دي.


دوی وايي، په دې سربېره څو تنه وسله وال ژوبل شوي هم دي

د طالبانو پر ضد دغه عمليات د ميدان وردګو په نرخ، چک او سيداباد ولسواليو کې پروني پيل شوي دي، چې د چارواکيو په خبره پکې لس تنه وسله وال ژوندي نيول شوي او شپږ نور وژل شوي دي.

چارواکي وايي، په دې سربېره د افغان او بهرنيو سرتېرو په دغو عملياتو کې درې تنه وسله وال ژوبل شوي هم دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼی وايي، په نيولو شويو، وژل شويو او ټپي شويو وسله والو کې پاکستاني وزير هم شامل دي.

دی وايي، په نيول شويو وسله والو کې ځينو يې غوښتل درنې وسلې کابل ته يوسي او هلته پر جوړېدونکې لويه جرګه بريدونه وکړي.

((د نرخ ولسوالۍ په دوراهي سیمه کې شپږ تنه چې د یوه ټونس موټر په وسیله یې دوه د ارپي جي او دوه د راکټ مرمۍ، چې غوښتل یې د مشورتي لویې جرګې د تخریب په موخه يې کابل ته انتقال کړي، ژوندي ونیول شول. د چک ولسوالۍ په بازخول سیمه کې د هوایي برید په ترڅ کې دوه موټر سایکل سپاره وسله وال طالبان، همدا راز د دوو هوایي بریدونو په ترڅ کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي.په همدې حال کې د چک ولسوالۍ په بمبایي، نورخېل او بند چک سیمو کې د نښتو په ترڅ کې درې وزیرستاني طالبان ټپیان شوي او د دوی یو بل ملګری د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندی نیول شوی دی))

خوګياڼی وايي، په عملياتو کې نه بهرنيو او کورنيو سرتېرو ته کوم ځاني زيان ور اوښتی او نه هم عام وګړي پکې زيانمن شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG