د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: ۱۱ وسله وال وژل شوي دي


د کندهارچارواکي وایي، په دې ولایت کې په دوو جلا پيښو کې ۱۱ تنه وسله وال طالبان وژل سوي دي.


د کندهار ولایت د رسنیو دفترمشال راډیو ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې ۹ تنه طالبان پرون د دوشنبې پر ماښام د پنځوايي ولسوالۍ په زنګاباد سیمه کې د افغان پوځ او سیمیزو پولیسو په عملیاتو کې وژل شوي.


د کندهار دولتي مسوولین وایي، په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو او ولسي خلکو ته زیان نه دی رسېدلی خو د وسله والو مخالفینو پر ضد به دغه عملیات څلور ورځي دوام وکړي.

د کندهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي، چې دوه تنه وسله وال طالبان بیا په میوند ولسوالۍ کې د ماین ښخولو پر وخت د خپل ماین په چاودنه کې وژل سوي دي.

په یو بل خبر کې د کاپیسا ولایت چارواکي وایي، چې د دې ولایت په تګاب او اله سای ولسوالیو کې د افغان ځواکونو عملیات پای ته رسېدلي، چې ۶ تنه طالبان په کې وژل سوي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG