د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیویارک: یو ایراني درې کسان په ډزو ووژل



پولیس وايي، یوه ایراني تبعه پرون د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې په ډزو درې کسان مړه او یو بل ټپي کړ او وروسته بیا خپل ځان هم وواژه.


پولیسو د وژل شوو کسانو هویت نه دی په ډاګه کړی.

راپورونه وايي چې، برید کونکی، وژل شوي درې تنه او د پیښې ټپي د موسیقۍ د یوې ایرانۍ ډلې غړي وو.

د موسیقۍ دغه ډله چې "یلو ډاګز" نومیږي؛ په ۲۰۰۶ کال کې په تهران کې جوړه شوې وه او په دې وروستیو کلونو کې يې په متحده ایالاتو کې پروګرامونه کول.

ویل کیږي چې، برید کوونکی څو ځله له دې ډلې په زوره ویستل شوی و؛ خو پولیس وايي، دا لا نه ده معلومه چې، د دې وسله والې پیښې اصلي سبب هم دا دی او که بل څه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG