د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا کې سوځېدلو ټپیانو لپاره څلور مرکزونه جوړېږي


پښتونخوا حکومت په پېښور، دیر، چترال او بنو کې د جرمني د حکومت په مرسته د څلورو مرکزونو د جوړولو پر کار لاس پوری کړی دی.

پېښور: د خېبر پښتونخوا د روغتیا صوبايي وزیر شوکت یوسفزي بېګا ماښام له مشال ریډیو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي دي چې په بمي چاودنو یا په نورو پېښو کې د سوځېدلو ټپیانو د علاج لپاره دوی په روغتونونو کې تر دې دمه هېڅ سهولتونه نه لري او د دې کمي د پوره کولو لپاره دوی په پېښور، دیر، چترال او بنو کې د جرمني د حکومت په مرسته د څلورو مرکزونو د جوړولو پر کار لاس پوری کړی دی. او په ۲۰۱۴ م کې به یې کار سر ته ورسېږي.


د صحت صوبايي وزیر شوکت یوسفزی وايي، چې په لیرې پرتو سیمو د روغتیا د مرکزونو د کاري ډلې کمي پوره کولو لپاره دوی په بیړنۍ توګه ۵۰۰ ډاکټران او ۶۷۵ نرسانې برتی کړېدي او په راروانه یوه اونۍ کې به د دې ډاکټرانو او نرسانو د ګمارلو چارې به هم سر ته ورسیږي:

"اوس د ډاکټرانو برتي شروع ده او پنځه سوه ډاکټران مو او ددوی د ګمارنې عمل هم پیل شو او راروانه اونۍ کې به دا عمل سر ته ورسي، د دې تر څنګ ۶۷۵ نرسانې مو هم اخیستې دي او دا به هم د لیرې پرتو سیمو روغتونونو ته لېږدول شروع کړو، کوشش مو دا دی چې دا کوم د لیرې پرتو سیمو روغتونه دي لکه د چترال، کوهستان تورغر ،ډي آي خان او لکي مروت روغتونو وضع موږ ښه کړو"

د یادونې وړ ده چې په روغتونونو کې د ډاکټرانو برتي د عامه خدمتونو کمیسیون (پبلیک سرویس کمیشن) د ادارې تر سيوري لاندې ترسره کېږي خو د صحت صوبايي وزیر شوکت یوسفزی وايي چې د پبليک سروس کمیشن تر سیوري لاندې د ډاکټرانو د دومره لوی شمیر په برتی کولو کې ډیر وخت لګېږي نو ځکه دوی دا ډاکټرانو په عارضي توګه ببرتی کړل او دوی هڅه کوي چې هم د دې ډاکټرانو نوکریانې دې د اسمبلۍ شق لاندې مستقل کړل شي.
XS
SM
MD
LG