د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: د رایو نوم لیکنې دریم پړاوو پای ته ورسید


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر دریم پړاوو تیره (دوشنبه) پای ته ورسیده.


له دې سره به په ولسوالیو کي د نوم لیکنې مرکزونه او ګرځنده ټیمونه تړل کیږي.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مسوولین وايي چې د ټولو ولایتونو په مرکزونو کې به د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونه د وري میاشتي تر دویمې ورځې پوري خلاص وي.

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات د راتلونکي کال د وري پر شپاړسمه کیږي.
XS
SM
MD
LG