د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډرون بریدونه د امن خبرو کې خنډ جوړوي


د پاکستان کورونو چارو وزیر چودري نثار
د پاکستان کورونو چارو وزیر چودري نثار

د ګل په ورځ د پاکستان د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د خطاب پر وخت نوموړي وویل چې په یکم نومبر امریکايي ډرون حمله د امن مزاکراتو د ګډوډولو په مقصد شوې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وفاقي وزیر چوهدري نثار علي خان ویلي دي چې تر څو ډرون حملې نه وي دریدلې، تر هغو حکومت له طالبانو سره د خبرو اترو سلسله پرمخ نه شي بیولی.


د ګل په ورځ د پاکستان د قامي اسمبلۍ په غونډه کې د خطاب پر وخت نوموړي وویل چې په یکم نومبر امریکايي ډرون حمله د امن مزاکراتو د ګډوډولو په مقصد شوې ده.

نو زه به یو ځل بیا ووایم چې ما ته چې کوم حقایق معلوم وو، د هغې په بنیاد زه وایم چې دا ډرون حمله پر کوم یو تن نه ده شوی بلکې د خبرو اترو په پروسه شوې ده. زه فکر کوم چې اوس هم ډېر سخت حالات دي خو د بحث پام په بل لور ګرځېدلې دې. د مزاکراتو عمل یواځې د مسلم لیګ ن، پي ټي ای او یا د نورو ګوندونو نه و بلکې پر دې باندې د ټول ګوندیز غونډې مهر لګېدلی وو.

چودري نثار وويل په پارلیمان کې د موجودو ګوندونو مشرانو ته يې ویلي دي چې د موجوده صورتحال د بیا کتنې لپاره تر دوو واخلې تر درې اوونۍ په کار دي.

چوهدري نثار زياته کړه چې په افغانستان کې د طالبانو په ګډون له ټولو متحرکو ډلو سره د پاکستان پوځ او حکومت مثبت اړيکې لري. نوموړي په پارلیمان کې د موجودو ګوندونو مشرانو ته دا هم وويل چې د موجوده صورتحال د بیا کتنې لپاره له دوې نه تر درې اونۍ پورې وخت پکار دی.
XS
SM
MD
LG