د لاسرسي ځای

تازه خبر

فلپاین توپان: امریکايي بېړۍ مرستې ته ورروانه شوه


په بېړۍ کې تقریبا ۵۰۰۰ سمندري عمله او ۸۰ الوتکې موجود دي او پنځه نورې کشتۍ به هم ورسره ملګرې وي چې بشري مرسته، د سامان رسد او طبي مرستې به ورکوي.

امریکا په فلپاین کې له خایان سمندري توپانه وروسته دغه هېواد ته یوه الوتکوړونکې بېړۍ او شل ملین ډالره د بیړنۍ بشري مرستې لپاره ورلېږي چېرته چې ویره څرګندیږي تر لس زره زیات کسان مړه شوي دي.


امریکايي چارواکو وویل چې د یو ایس ایس جارج واشنګټن په نامه بېړۍ ته امر شوې چې له هانګ کانګه د فلپاین پر لور وخوځېږي او په ژغورندویه چارو کې برخه واخلي.

په بېړۍ کې تقریبا ۵۰۰۰ سمندري عمله او ۸۰ الوتکې موجود دي او پنځه نورې کشتۍ به هم ورسره ملګرې وي چې بشري مرسته، د سامان رسد او طبي مرستې به ورکوي.

د ملګرو ملتونو اندازه ښيي چې د سمندري توپان له امله تقریبا شپږ لکه شپېته زره فلپایني اوسېدونکي بې کوره شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG