د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لیبیا په طرابلس کې د سختو جګړو راپورونه ورکړل شوي



تیره پنجشنبې په شپه د لیبیا په مرکزطرابلس کې د سختو جګړو راپورونه ورکړل شوي دي. دا په روانې اوونۍ کې دوهمه پیښه ده.


راپورونه وایي، په وسلو ښه سمبال وسله وال له میزراتا ښار څخه مرکز طرابلس ته داخل شول او د خپل یوه وسله وال د قتل په غچ کې چې د سه شنبې په ورځ وژل شوی و، ډزې وکړي.

روغتیایي کارکوونکو ویلي، په نښتو کی لږترلږه یو کس وژل شوی او زیات شمير نور ټپیان دي.

هغه ملیشه ځواکونه چې دوه کاله وړاندي یې معمرالقذافي لري او له منځه وړی وو، په خپلو کې په جګړو کې ښکیل دي.

د لیبیا صدراعظم علي زایدان هڅه وکړه چې دا ملیشه ځواکونه په پوځ او پولیسو کی جذب کړې، خو تر اوسه په دي کار کې نه دی بریالی شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG