د لاسرسي ځای

تازه خبر

جان کري په جنیوا کې د اسرائیلو له صدراعظم سره وکتل


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري په جنیوا کې د ایران د اټمي پروګرام د لانجې د حل په مقصد په مهمو خبرو کې له ګډون مخکې نن د جمعې په ورځ د اسرائیلو له صدراعظم بینیمین نتنیاهو سره وکتل.


دا په تیرو دوو ورځو کې له نتیناهو سره د جان کري دریمه کتنه وه. د اسرائیلو صدراعظم له ایران سره احتمالي موافقه غندلې او دا یي یوه تاریخي اشتباه بللې ده.

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ وویل، که چیرې تهران د خپل اټمي پروګرام د پرمختګ د بندولو پر لور څرګند ګامونه پورته کړې، د نړۍ شپږ طاقتونه تیار دي چې په ایران بندیزونه را کم کړي.

د اسرائیلو صدراعظم نتنیاهو له جان کري سره له خبرو مخکي نن خبریالانو ته وویل، اسرائیل د ایران دا معامله په کلکه ردوي او دا یوه ډيره خرابه معامله ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کری به له بیت المقدس نه جنیوا ته لاړ شي او هلته به د تهران او شپږو طاقتونو د استازو تر منځ د روانو خبرو په څنګ کي د اروپایي اتحادیي د بهرنۍ پالیسۍ له مشري کاترین آشټن او د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره وګوري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG