د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا حکومت باچاخان خپل روزګار سکیم ته بل نوم ورکړ


د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ
د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ

صوبايي وزیر بخت بیدار خان مشال ریډیو ته وايي، چې تر دې سکیم لاندې به له ۵۰ زرو تر ۲ لکو پورې قرضې بې روزګاره کسانو ته ورکول کېږي،

پېښور : د خېبر پښتونخوا حکومت د خود کفالت سکېم په نامه د پورونو ورکولو د یو پروګرام لپاره د خېبر بېنک ته دوه اربه روپۍ ورکړې دي.

د خود کفالت سکیم په اړه د خېبر بینک یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال ریډیو ته وویل چې دا پروګرام د عوامي نېشنل پارټۍ په مشرۍ تېر حکومت د باچاخان خپل روزګار سکیم په نامه پیل کړی وو، خو موجوده حکومت د دې نوم بدل کړو او د پرمخ بوتلو لپاره یې نورې پیسې خېبر بینک ته ورکړې.


د صنعتونو او ټیکنیکل زدکړو صوبايي وزیر بخت بیدار خان وايي، چې د دې پروګرام مقصد له صوبې بې روزګاري ختمول دی او هم د بې روزګارۍ له وجې په دې سیمه کې د امنیت وضع خرابه شوې ده-

د پښتونخوا د صنعتونو محکمی او د خېبر بینک ترمینځ یوه تړون هم لاس لیک شوی دی.

صوبايي وزیر بخت بیدار خان مشال ریډیو ته وايي، چې تر دې سکیم لاندې به له ۵۰ زرو تر ۲ لکو پورې قرضې بې روزګاره کسانو ته ورکول کېږي، د دې لپاره شرطونه هم اسان دي او دوه داسې کسان به پکار وي چې د پور اخیستونکي ضمانت کولی شي.

صوبايي وزیر بخت بیدار خان وویل مشال ریډیو ته وویل چې موجوده صوبايي حکومت د بې روزګارۍ ختمولو لپاره یو شمیر ګامونه په پام کې نیولي دي ځکه چې هم د بې روزګارۍ او غربت له وجې په دې سیمه کې د امنیت وضع خرابه شوې ده:

"موږ هر ډول هڅې روانې کړې دي، دا دی اوس زه اسلام اباد ته روان یم او هلته د کاناډا له ډپلوماټانو سره وینم، زموږ په صوبه کې ډېرې قدرتي زېرمې دي خو زموږ کارخانې په ټپه ولاړې دي، د امنیت حالات هم خراب دي، موږ هر ډول هڅې کوو چې زموږ بندې کارخانې روانې شي، او موږ د روزګار لپاره د خپلو خلکو منځنۍ آسیا او خلیج ته د لیږدولو کوښښ کوو، موږ ټولې نړۍ ته دا ويل غواړو چې د پښتونخوا چې کومه بدحالي ده د هغې بنیادي او لویه وجه بې روزګاري او غربت دی"
XS
SM
MD
LG