د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملا فضل الله د تحریک طالبان پاکستان نوی مشر وټاکل شو


ملا فضل الله
ملا فضل الله

د طالبانو سرچینو مشال راډيو خبریال ته کره کړې چې د شورا په متفقه فیصله یې ملا فضل الله د تحریک نوی مشر کړ.

په وزیرستان کې تحریک طالبان پاکستان یو شورا په ډرون برید کې د خپل وژل شوي مشر حکیم الله مسود پر ځای د سوات طالبانو مشر ملا فضل الله وټاکلو.


د طالبانو سرچینو مشال راډيو خبریال ته کره کړې چې د شورا په متفقه فیصله یې ملا فضل الله د تحریک نوی مشر کړ.

نن د زیارت یا پنجشنبې ورځ د طالبانو یو کمندان چې خپل ځان یې د جعفر خراساني په نامه د مشال خبریال ته ورپېژندلی وايي، چې د طالبانو اوسني ځای ناستي مشر عصمت الله شاهین د نوي مشرتابه اعلان وکړ چې د تحریک طالبان پاکستان مشري یې ملا فضل الله ته وسپارله.

پاکستاني چارواکي وايي، چې ملا فضل الله له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې پټنځایونه لري. نوموړی د طالبانو یو له هغه کمندانو څخه دی، چې د خېبر پښتونخوا په سوات کې په ۲۰۰۹م کال د پاکستاني پوځ د پراخو عملیاتو په ترڅ کې له سیمې وشړل شو.

ملا فضل چې د ملا اېف اېم په نامه هم پېژندل کېږي په سوات کې به یې پر ناقانونه اېف اېم راډیو تبلیغات کول او خپلو مخالفینو ته به یې له دې لارې دړکې هم ورکولې.

په پېښور کې خبریال مشتاق یوسفزی وايي، د ملا فضل الله په مشرۍ له طالبانو سره د پاکستاني حکومت خبرې به له لویو ستونزو سره مخامخې شي، ځکه چې هغه په پاکستان کې د شرعي نظام غوښتونکی دی او د اوسني ډموکراټیک سیسټم سخت مخالف دی.
په سوات کې د طالبانو ولکه سیمو کې د هغه ملاتړو د ګناه او سرغړنو په تور د ګڼو خلکو سرونه غوڅ کړي ول، ګڼ خلک یې ښکاره په دورو وهل. په سلګونه سکولونه یې تباه کړي ول. د هغه ملاتړو د تعلیم مبارزه ملاله یوسفزۍ او د هغې دوه نورې ملګرې په ډزو وویشتلې.

یادګېرنه: مشال راډیو په خپلواکه توګه تر اوسه پورې د دې ټولو مالوماتو د کره والي ضمانت نشي ورکولای. البته دا ټول مالومات د طالبانو له غړو او سرچینو مشال راډیو ته رسېدلي دي.

د ملا فضل الله ملاتړي یوه نجلۍ په دورو وهي
د ملا فضل الله ملاتړي یوه نجلۍ په دورو وهي


د ملا فضل الله ملاتړي عام خلکو ښکاره په دورو وهي
د ملا فضل الله ملاتړي عام خلکو ښکاره په دورو وهي


د ملا فضل الله ملاتړي طالبان
د ملا فضل الله ملاتړي طالبان


د تعلیم جهاني مبارزه ملاله یوسفزۍ هم د ملا فضل الله ملاتړو وویشتله
د تعلیم جهاني مبارزه ملاله یوسفزۍ هم د ملا فضل الله ملاتړو وویشتله
XS
SM
MD
LG