د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان د نوي مشر ټاکلو کې ستونزې لري


حکیم الله محسود د تیرې جمعې په ورځ د امریکایي بې پيلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو دغه ګوند اوس د خپل نوي مشر په ټاکلو کې له ستونزو سره مخامخ دی.

وروسته له دې چې؛ د پاکستاني طالبانو مشر حکېم الله محسود د تیرې جمعې په ورځ د امریکایي بې پيلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو دغه ګوند اوس د خپل نوي مشر په ټاکلو کې له ستونزو سره مخامخ دی.


که چېرې دا په نظر کې ونیول شي چې تحریک طالبان پاکستان له د داسې وړو او غټو وسله والو ډلو ترکېب دی چې؛ په اهدافو او تګلارو کې له یو بل سره اختلاف لري نو څرګندیږي چې؛ د داسې یو نوي مشر ټاکل چې؛ ټولې وړې ډلې ورباندې راټولې شي څه اسانه کار نه دی.

په تحریک طالبان کې د نوي مشر ټاکنه تل د اختلاف وړ مساله وه او کله ناکله یې خونړۍ پایلې هم درلودې او دا ځل بیا هم کېدای شي د پاکستاني طالبانو د زړور او بې رحمه پخواني مشر حکېم الله محسود په ځای د بل کس په ټاکلو کې دغه اختلافات تکرار شي.

طالبانو د خپلو پټوغونډو په نتیجه کې چې څو ورځې یې دوام وکړ، عصمت الله شاهین بیټنی خپل موقت مشر وټاکه، خو تر اوسه په کوم دایمي مشرسره سلا شوي نه دي.

د پاکستاني طالبانو د دایمي مشر د ټاکلو د فیصلې په نژدې کېدو امکان لري چې؛ د دوي د ډلو ترمنځ د قدرت لپاره سیالي او اختلافات زیات شي.

د دوي ځیني ډلې پخوا له یو بل سره جنګیدلې هم دي.

په واشنګتن کې د ویلسن د مطالعاتو په یو مرکز کې د سیمې د مسایلو کارپوه مایکل کوګلمان وایي، د تحریک طالبان پاکستان د داخلي اختلافاتو له وجې تل نښتې او جګړې رامینځ ته شوي دي:

"د نوي مشرټاکل په دغه سازمان کې ځکه تل یوه اختلافي مساله وه چې؛ تحریک طالبان پاکستان د ګڼو داسې ډلو یو ترکېب دی چې؛ په خپل مینځ کې داسې اختلافات لري چې کېدای شي د نښتو سبب شي.

نو په یو نوي مشر سلا کېدل تل د دوي لپاره یوه ستونزمنه مساله وه."


مایکل کوګلمان وايي، حکېم الله محسود د طالبانو د خپل منځي اختلافاتو او نښتو د مخنیوي لپاره د اوسپنې له پنجې یا شدید چلند کار اخیسته خو اوس چې هغه ولاړ نو دغه اختلافات کېدای شي بیا رابرسیره شي.

کله چې؛ بیت الله محسود د طالبانو بل مشر څلور کاله پخوا د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو، دوي له تودو بحثونو او مناقشو وروسته چې څو اونۍ یې ونیوې بالاخره وتوانیدل چې بل کس وټاکي.

اوس چې د طالبانو شورا بیا د خپل بل مشر د ټاکلو لپاره تیاری نیسي نو کېدای شي د څو کسانو په اړه غور وشي.

لومړی کس خان سید( سجنا) دی.

ډیر احتمال شته چې دغه ۳۶ کلن قوماندان د تحریک طالبان پاکستان نوی مشر وټاکل شي. دی په جنوبي وزیرستان کې د طالبانو قوماندان دی او د حکېم الله محسود معاون وو.

خان سید د طالبانو د تحریک له پخواني مرستیال ولي الرحمن محسود سره چې؛ اوه میاشتي پخوا د امریکایي بې پیلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو نژدې اړیکې درلودې.

خان سید د پاکستان له حکومت سره د سولې خبرو ته تمایل ښودلی. په داسې حال کې چې ځیني رپوټونه وایي دی یو نسبتا معتدل کس دی نور رپوټونه دې یو بې رحمه او افراطي اورپکې معرفي کوي.

ویل کېږي چې؛ خان سید په جنوبي او شمالي وزیرستان کې ملاتړي لري او د طالبانو د اکثرو نورو مشرانو په څیر دی هم په خټه محسود دی.

خان سید له افغاني طالبانو او د حقاني شبکې سره هم روابط لري.

شجاع نواز په واشنګټن کې د جنوبي اسیا د چارو یو کارپوه وایي، ډیر احتمال شته چې خان سید د تحریک طالبان پاکستان نوی مشر شي:

"د طالبانو مشري بیرته داسې یو چاته ستنول چې؛ د جنوبي وزیرستان او په خټه محسود دی کېدای شي په لیرې پرتو سیمو کې د طالبانو د ځینو عملیاتو ستونزې چې سیمه ييز قوماندانان یې کوي حل کړي.

دغه راز داسې یو کس چې پرته له قید او شرطه خبرو ته مایل وي هم کېدای شي غوره وګڼل شي."


بل کس چې کېدای شي د پاکستاني طالبانو د نوي مشر په توګه ورباندې غور وشي شهریار محسود دی.

دی د طالبانو دومره مشهور قوماندان نه دی او د طالبانو پخواني مشر بیت الله محسود له شمالي وزیرستانه شړلی وو.

رپوټونه وايي، شهریار محسود مخکې له دې چې د بیت الله محسود له مرګه وروسته په ۲۰۰۹ کال قبایلو ته ستون شي په افغانستان کې اوسیده.

شهریار له حکېم الله محسود سره نژدې روابط درلودل، خو دی هیڅ کله هم د طالبانو کوم لوی قوماندان نه دی پاته شوی.

د حکېم الله محسود له مرګه وروسته یې ډله اوس د شهریار څرګند ملاتړ کوي.

خو دی نسبتا کم تجربه دی او په ټولو طالبانو کې دومره نفوذ نه لري.

بل کس چې کېدای شي د تحریک طالبان پاکستان مشر شي هغه په عمر خالد خراسانی مشهور دی. د ده اصلي نوم عبدالولي او په خټه ساپی دی او په خیبر ایجنسي کې د طالبانو مشر دی.

دی وروسته له دې مشهور شو چې؛ د سیمې په یوه زیارت باندې یې د اسلام اباد د سره جومات نوم کېښوده.

شپږ کاله پخوا په دغه جومات کې د پاکستاني ځواکونو او د مدرسو د طالبانو ترمنځ خونړۍ نښته شوې وه.

ویل کېږي چې؛ خراساني له القاعده شبکې سره نژدې اړیکې لري او په کشمیر کې هم جنګیدلی دی.

خو د طالبانو د مشر په توګه د هغه د ټاکل کېدو احتمال ځکه کم دی چې دی په خټه محسود نه دی.

څلورم کس چې کېدای شي د پاکستاني طالبانو د راتلونکي مشر په توګه ورباندې غور وشي هغه د سوات ملا فضل الله دی.

د ده پلویانو شپږکاله پخوا په سوات باندې خپل واک خپور کړ او د افغاني طالبانو مقررات لکه دږیرې پریښودو او د نجونو د تعلیم مخنیوي ته یې مخه کړه. خو د پاکستان پوځ په ۲۰۰۹ کال دده اکثر پلویان له سواته وشړل.

ویل کېږي چې؛ دی اوس د افغانستان په ختیځ کې پولې ته نژدې چېرته اوسي. خو پلویان یي اوس هم په سوات کې شته.

ویل کېږي چې؛ تیر کال په سوات کې د نجونو د تعلیم په مبارزې ملاله یوسفزۍ باندې برید د ملافضل الله د پلویانو له خوا شوی وو.
XS
SM
MD
LG