د لاسرسي ځای

تازه خبر

د المپیک مشال په لومړې ځل فضا ته انتقالیږي


د المپیک مشال په لومړې ځل فضا ته انتقالیږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:30 0:00

د المپيک مشال اوس هغه ځای ته وړل کیږي چې پخوا کله هم نه و انتقال شوی.په قزاقستان کې د بیک نور له فضایي مرکزه نن د پنجشنبې په ورځ یو توغندی د فضا لور ته واستول شو، څو د المپیک مشال او درې فضانوردان نړېوال فضایي مرکز ته ورسوي. ټاکل شوې ده چې دوه روسي فضانوردان به د المپیک مشال د شنبې په ورځ په فضا کې وګرځوي. د امنیتي دلایلو له کبله به د المپیک مشال په دې ترڅ کې مړ وي. دغه مشال به بیا د دوشنبې په ورځ بیرته مځکې ته راواستول شي او پر مځکه به ۶۵ زره کیلومتره وګرځول شي. د المپیک ژمنۍ لوبې به د راتلونکې کال د فبروري په اوومه د روسیې په سوچي ښار کې چې د تور سمندرګي تر غاړه دی پیل شي.

XS
SM
MD
LG