د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلخ چارواکي د بلخ زندان ته د ورتلو اجازه نه ورکوي


د مدني ټولنې یو سازمان چې د افغانستان په زندانونو کې د بندیانو د حالت په اړه څیړنه کوي وايي، د بلخ ولایت چارواکي د بلخ زندان ته د ورتلو اجازه نه ورکوي.


د عدالت په نوم د مدني ټولنې د سازمان رییس شمس الدین شمس نن پنجشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل په بلخ زندان کې ځینې بې ګناه کسان هم بندیان دي چې له همدې امله چارواکي له هغوي سره د خبرو اجازه نه ورکوي:

(په محبس کې بدلونونه راغلي، اویا اتیا تنه بندیان په یو وار نامعلوم ځای ته وړل شوي له جوزجانه بیا ځینې رپوټونه شته چې یو تعداد بندیان هلته وروړل شوي)

شمس وايي، تراوسه نه ده په ډاګه شوې چې د چا په امر دا زندانیان نورو ځایونو ته وړل شوي.

د عدالت په نوم دغه مدني سازمان له دې مخکې په څرخي پله زندان کې هم د بندیانو د حالت په اړه څیړنې کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG