د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جینوا کې د ایران اټومي پروګرام په اړه د خبرو نوی پړاو پیلېږي



د ایران لوړ پوړی اټومي مرکچي او د بهرنیو چارو وزیر جاوېد ظریف وايي، ((ممکنه ده چې دا اوونۍ)) له نړیوالو طاقتونو سره د تړون پر چوکاټ سلا وشي.


ظریف له خپل فرانسوي سیال لورېن فابییس سره تېره ورځ په پاریس کې ولیدل. دوه ورځې وروسته په جینیوا کې د ایران اټومي پروګرام په اړه د خبرو نوی پړاو پیلېږي.

ایران دا خبرې له شپږو لویو نړیوالو قوتونو یانې امریکا، روس، فرانسه، برتانیا، چین او جرمني سره کوي. د فرانسې له یوه ټیلي وېژن سره د خبرو پر وخت د ایران بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل، د اټومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره د ده وروستۍ خبرې مثبتې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG