د کندهار د سرپوزي له زندانه نن د چارشنبې په ورځ دوه اتیا تنه بندیان ازاد شول.
د دې زندان مسوول غلام فارق مشال راډیو ته وویل چې په خوشې شویو زندانیانو کې شپږ ښځې هم شاملې دي.
غلام فاروق وایي چې دغه کسان د ولسمشر کرزي د هغه فرمان په اساس خوشې شول چې د لوی اختر په مناسبت یې د بندیانو په هکله صادر کړې و.
هغه وایي، ډېر ژر به د هغو یو سلو یوویشت تنو نورو زندانیانو لست هم خپور شي چې د بند په موده کې یې کموالی راغلی دی.