د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا کې د شکرې ناروغانو لپاره مراکز جوړیږي



د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر پروېز خټک اعلان کړی دی چې د صوبې په اتو لویو روغتونونو کې به د شکر ناروغانو لپاره د انسولینو مراکز جوړوي.


تېره سېشنبې پر ورځ نوموړي د کابینې غونډې پر وخت د روغتیا او تعلیم په اړه بېلا بېلې پرېکړې وکړې.

کابینې د پښتونخوا په لویو روغتونونو کې د عاجلو یا بیړنیو حالاتو مریضانو د وړیا درملنې لپاره ۱۰۰ اربه روپۍ او په اتو دولتي روغتونونو کې د شکر ناروغانو لپاره د انسولین بانک جوړولو لپاره دوه نیم کروړه روپۍ منظورې کړې.

د شکر یو ډول ناروغانو په بدن کې انسولین نه جوړېږي نو بیا هر وخت د انسولین پیچکاریو یا ستنو ته اړتیا لري.

د کابینې تر غونډې وروسته د اطلاعاتو وزیر شاه فرمان خبریالانو ته وویل، مریضانو ته به مفت انسولین ورکوي.

ده وویل، د تور زیړي، سرطان، اېډز او نورو لویو ناروغیو د درملنې لپاره هم حکومت پیسې منظورې کړې دي. ده وویل چې غریبانو ته وړیا تعلیم ورکول غواړي

شاه فرمان زیاته کړه چې د هنګو، بنو، پېښور، لکي مروت، شانګلې، اسماعیل خان ډېرې او نوښار د ابتدايي ښوونځیو نجونو د تعلیم لپاره حکومت ۱۰ کروړه روپۍ منظورې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG