د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بنګله دیش یوې محکمې۱۵۰تنه عسکر په سزا محکوم کړل


د بنګله دیش یوې خاصې محکمې نن د سېشنبې په ورځ لږ تر لږه ۱۵۰ تنه عسکر د ۲۰۰۹ کال پاڅون په تړاو په اعدام او په سلګونو نور پوځيان د بند په سزا محکوم کړل.


د دغه پاڅون په تړاو ۸۲۳ تنه پوځیان تورن دي او ویل کېږې چې د قیام په جریان کي یې د ۵۷ جګ پوړو افسرانو په ګډون ۷۴ تنه ځوړند، شکنجه او ژوندي سوځولې او وروسته یې تر خاور لاندي کړي وو.

عسکر په قتلونو، شکنجو، دسیسو او نورو جرمونو تورن دي.

نور څلور سوه عسکر، له څو کلونو نه نیولې تر عمري بند سزا پوري محکوم شوي دي.

محکمې ۲۷۰ تنو عسکرو ته برائت ورکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG