د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسټرالیا:له ۲۰۱۴کال وروسته په افغانستان کې ۴۰۰ عسکر پریږدي


اسټرلیا وايي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې خپل څلور سوه عسکر پاتې کړي.


په کابل کې د دې هېواد سفیر جان فلیپ نن د سېشنبې په ورځ له مشال راډيو سره په یوه ځانګړي مرکه کې وویل چې په دې اړه له افغان لوري سره مذاکرات دوام لري.

ښاغلي فلیپ وویل چې د دوی سرتیري به له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې حمایوي رول ولري.


دا مهال اسټرلیا په افغانستان کې یو زرو دوه سوه سرتیري لري چې اکثره یې په ارزګان ولایت کې میشت دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG