د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د افغان طالبانو مدرسه کې چاودنه شوې"


؛ په دې چاودنه کې ټولې پنځه خونې چې درې د مدرسې دي او دوې د شاوخوا کورونو دي هغه تباه شوې دي. دلته وينې هم ځای ځای پرتې دي؛.

مشال راډيو

په کوټه کې په يوې مدرسې کې چاودنه شوې ده چې مدرسه په کې تباه شوې ده. د ښار پولیس وايي په دې چاودنه پخپله ترهګر ژوبل شوي خو نورو ملګرو نامالوم ځای ته منتقل کړي دي.


د پولیسو په خبره د کوټې په بلوڅ کالونۍ کې چاودنه کې يوه غير راجیسټر شوې مدرسه تباه شوې، او د شاوخوا کورونو ودانيو ته يې هم زیان اړولی دی. د سریاب پولیسو يوه مشر ایس پي بشیر احمد بروهي له تباه شوې مدرسې سره څېرمه رسنيو ته په خبرو کې وویل دغه مدرسه چې د پاکستان له حکومت سره راجیسټر نه وه، په کې ترهګر اوسېدل چې د ده په خبره تعلق يې د افغانستان له طالبانو سره دی. د بشیر احمد په خبره له مدرسې څخه يې نور باروت هم ترلاسه کړي خو ترهګر يې نه دي نیولي.

؛ په دې چاودنه کې ټولې پنځه خونې چې درې د مدرسې دي او دوې د شاوخوا کورونو دي هغه تباه شوې دي. دلته وينې هم ځای ځای پرتې دي؛.

د کوټې د بلوڅ کالونۍ ددې مدرسې له شاوخوا څنګلوريو څخه مو وپوښتل خو هيچا يې هم د دغې مدرسې په اړه کوم مالومات مشال راډيو ته ورنه کړل. خو د پولیسو ياد مشر د څنګلور يو له خولې رسنيو ته وویل په دې غیرراجیسټر شوې مدرسه کې د افغانستان طالبان اوسېدل چې تر چاودنې سمدستي وروسته يې ټپيان یا مړي له دې ځای څخه نامالوم ځای ته منتقل کړي دي.

؛ کله چې مو له څنګلوريو څخه مالومات تر لاسه کړل نو هغوي راته وویل چې دلته څو تنو د افغانستان طالبانو دا مدرسه خلاصه کړې وه. پر دې د مدرسې هم هېڅ تختۍ نه وه لګېدلې او په پټه يې په کې کار روان کړی وو. او نه هم پولیسو ددې مدرسې په اړه مالومات وو؛.

د بشير احمد په خبره له دې مدرسې څخه يې چاودېدونکي توکي او د بم جوړولو نور شيان هم ترلاسه کړي دي. د کوټې پولیس وايي د ښار ټول سرکاري او شخصي روغتونونه هم کتلي خو هلته هم په دې چاودنه کې کوم ټپي کس وروړل شوی نه دی.

د ویلو وړ ده چې په ۲۰۰۷ او ۸ عیسوي کلونو کې د پاکستان د نورو سیمو په څېر په بلوچستان کې هم د مدرسو د راجیسټر کولو لړۍ پېل شوې وه، چې په هم هغه وخت کې ویل شوي وو، چې په بلوچستان کې په شاوخوا پنځلس زره مدرسو کې يواځې درې زره مدرسې راجیسټر شوې خو د نورو په اړه ورسره هیڅ مالومات نشته.
XS
SM
MD
LG