د لاسرسي ځای

تازه خبر

بارک اوباما او نوري المالکي ولیدل


د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون د جمعې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د عراق له وزيراعظم نوري المالکي سره دوه ساعته خبرې وکړې.


تر دې خبرو وروسته بارک اوباما خبریالانو ته وویل چې په عراق کې د انتخاباتو په اړه د یوه قانون منظورۍ ته اړتیا ده :

(( زه د دې هڅونه کوم چې عراق د انتخاباتو قانون جوړ کړي او مخې ته یې ویسي، او کله چې خلک څه اختلاف لري نو دوی به په آزادنه توګه د هغې اظهار کولی شي او دارنګ له دې سره به د تشدد مخه ونيول شي ))

همداراز د عراق وزيراعظم نوري المالکي وویل چې دی د امریکا يي ولسمشر سره بشپړ موافق دی چې په عراق کې یوه سوله ییز حل ته اړتیا لیدل کیږي.

په عراق کې روان کال له اټکل سره سم اووه زره ولسي خلک وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG