د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چین په یوه فابریکه کې چاودنې ۱۱ تنه ووژل


په چين کې د اتش بازۍ ( اور لوبې ) په یوه سامان جوړونکې کارخانه کې چاودنې ۱۱ کسان وژلي او ۱۷ نور یې ژوبل کړي دي. د چين سرکاری مېډيا وايي دا پيښه په شانشي ښار کې پېښه شوې ده.


په وژل شویو کې ډیرۍ یې د کارخانې کاریګرې میرمنې ښودل کیږي ، مالومه نه ده چې د چاودنې سبب څه وو خو پوليسو دوه کاروبار کونکي نيولي دي.

له دی وړاندی هم په چين کې دا قسمه پيښې شويدي.

د فرورۍ په مياشت کې ۱۱ کسان هغه وخت ووژل شول چې د چين په مرکزي برخه کې د اور لوبې په سامان بار ټرک کې د چاودنې له کبله د يوې لويي لاری پل پريوتی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG