د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسیه: د درغلو ضد کمپاین، ګڼ چارواکي ګوښه


د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپل حکومت د چارواکو د امدن له پلټنې وروسته پرون د درغليو د مخنيوی په اړه د یوې غونډې مشري وکړه.


د پوتین د دفتر يو لوړ پوړی چارواکی سرګې ایوانوف له غونډې وروسته وویل، د پوځ د دوو جګپوړو چارواکو په شمول ۸ چارواکي له هغه وروسته له دندو ګوښه کړل شول چې امدن او سپما (بچت) یې وڅېړل شوه.

ایوانوف، چې درغليو سره د مبارزي یو مهم مشر هم دی، وویل : سږ کال په ټول روس کې یو نیم میلیون چارواکو د خپلې امدنۍ په اړه فارمونه جمع کړي چې له څېړنې وروسته دوه سوه تنه له کاره لیرې کړل شول.
XS
SM
MD
LG