د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسرایل د بیت المقدس ختیځ کې نوي کورونه جوړوي


اسراییلو په ختیځ بیت المقدس کې د یهودو لپاره د نویو کورونو جوړولو پلان اعلان کړي دي.


د اسراییلو د کورنیو چارو وزارت پرون وویل، د رمات شلومو په سیمه کې د خوا شاه یو نیم زر کورونو جوړېدو پلان منظوري ورکړل شوه

اسراییل د بیت المقدس زوړ ښار ته نژدې د لرغونپوهنې او سیاحت د یوه مرکز جوړولو پلان هم لري.

اسراییلو دا اعلان له هغه څو ساعته وروسته وکړ چې ۲۶ فلسطیني قيدیان یې د امریکا په منځګړتوب د اسراییلو او فلسطینیانو د سولې خبرو بیا پیلولو په لړ کې خوشي کړل.

د فلسطیني ادارې د مشر محمود عباس ویاند نبیل ابو رودینه د اسراییلو دا د نوو کوروونو جوړولو اقدام د سولې د بهیر لپاره ویجاوړونکی وباله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG