یوې مشهورې امریکايي مجلې، چې هر کال د نړۍ تر ټولو طاقتور شخصیتونه فهرست جاری کوي سږ کال د روس ولسمشر د خپل فهرست په سر کې راوستی دی.
فوربس مجلې ويلي چي په ټوله نړۍ د ریاستي مشرانو په مقابله کی ولاديمير پوتین تر ټولو طاقتور دی.
دې مجلې تېر کال د امریکا ولسمشر بارک اوباما د نړۍ تر ټولو قدرتمن سړی نومولی و.
د فوربس مجلې د سږني کال په فهرست کې د چین اوسنی ولسمشر شي جین درېم دی.
پاپ فرانسیس څلورم او د جرمني وايس چانسلره انګیلا مېرکل پنځمه ده.