د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د برمته چیکۍ نجونو نوې ویډيو


د ويډيو په ليدو سره که يوې خوا ته د دواړو تښتول شوو نجونو مېندو د خوشالۍ څرګندونه کړې خو بلې خوا ته يې د دوی د ژوند په اړه اندېښنه څرګنده کړې

پراګ: د هغو دوو چیکۍ نجونو چې اووه میاشتې وړاندې د پاکستان په بلوچستان کې تښتول شوې وې، یوه نوې ویډیو خپره شوې ده. دا ویډیو د تښتول شویو نجونو د کورنیو غړیو د چارشنبې په ورځ خپره کړه.


۲۵ کلنه انتونیو خراستيڅکا او ۲۴ کلنه هانا همپالووا نامالومه وسله والو د روان کال د مارچ پر ۱۳ مه نېټه د بلوچستان له نوکنډي سيمې څخه هغه مهال وتښتوولې چې له ایران څخه کوټې ته پر لاره وې او بیا هند ته تللې.

د دوی ویډیو د اګست په میاشت کې ثبت شوې او داسي ښکاري چې دواړه نجونې له یو بلې جلا ساتل کېږي.

هانا وايي چې روغتیايي حالت یې د خوراک او ابو په خاطر ښه نه دی. دا په عین حال کې وايي، که مړه شوه نو غوره ګڼي چې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

((زما صحي وضع د دې ځای د اوبو او ډوډۍ له وجې ډېره خرابه ده. زه په ټينګار سره پر هغو خلکو چې دا پروسه پر مخ بيايي غږ کوم چې د حل لاره راوباسي. زه د خپلې ملګري انتونيو په اړه هم اندېښمنه يم چې هغه به مړه وي که ژوندۍ. زه اوس حال نلرم چې څومره وخت زه وپايم ځکه دغه خلک خپل حتمي کار کولای شي چې کېدای شي تاسو بيا زما غږ وا نه ورئ)).

انتونیو بیا د چک جمهوریت له حکومته غواړي چې د پاکستان پر حکومت فشار راوړي چې د برمته ګرو غوښتنې ومني.

))راسره مرسته وکړئ چې ژر کور ته لاړه شم. مهرباني وکړئ او د پاکستان پر حکومت زیات فشار راوړئ چې زما له تښتوونکو سره همکاري وکړي. مهرباني وکړئ او هغه څه چې دوی يې غواړي ورکړئ، او زما سره مرسته وکړئ چې ژر کور ته لاړه شم)).

د ويډيو په ليدو سره که يوې خوا ته د دواړو تښتول شوو نجونو مېندو د خوشالۍ څرګندونه کړې خو بلې خوا ته يې د دوی د ژوند په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له برمته ګرو د دوی د خلاصون خواست کړی. مشال راډيو ته په رالېږل شوي پېغام کې دوی وايي:


((زه ايوا خراستيڅکا يم او دا سټونې همپالووا ده. موږ د هغو دوو چيکۍ نجونو هانا او انتونيو مېندې يو چې په مارچ کې په بلوچستان کې و تښتول شوې. موږ هغو خلکو ته چې دا نجوني ورسره دي وايو، چې موږ د خپلو لوڼو په ليدلو ډېر خوشاله شو. مهرباني وکړئ او د دوی ډېر خيال وساتۍ. دوی هيچا ته ضرر نه دی رسولی او ستاسو څخه خواست کوو چې دوی ته ضرر مه رسوئ. موږ د ټولو پاکستانيانو مننه کوو چې زموږ د لوڼو د خوشي کولو ملاتړ کوي او موږ دعا کوو چې دوی په خوشالۍ کور ته راشي)).


که څه هم په دې ويډيو کې د برمته ګرو د غوښتنو په اړه څه نه دې ويل شوي خو تر دې څو مياشتې وړاندې د چېک حکومت یوه بله ویډیو خپره کړې وه چې دغو نجونو ويلي وو چې برمته ګر په امريکا کې د یوې بندي پاکستانۍ ساينسپوهې عافيه صديقي د خلاصون غوښتنه کوي.
د دغو نجونو د راخوشي کولو د هڅو په لړ کې د بلوچستان د کورنيو چارو سېکرټري اسد ګيلاني مشال راډيو ته وويل چې دوی خپل پوره وس کوي تر څو تښتول شوي نجونې پيدا او خپلو خپلوانو ته وسپاري

((زموږ په فکر په کومو سيمو کې چې د هغوی د قيد امکان کېدای شي، موږ هغه ټولې کتلي دي. زه دا نه وايم چې موږ هر غار او هره غونډۍ کتلې خو زموږ د مالوماتو خپلې سرچينې وي او د بلوچستان حکومت خپلې ټولې سرچينې په کار لګولي دي. په دې کې د پاکستان مرکزي حکومت او زموږ ټولو استخباراتي ادارو په ګډه له خپلو سرچينو څخه مالومات راغونډ کړي دي. خو تر دې دمه مسله پر ځای پاته ده. بلخوا ځينې اطلاعات دې چې دوی د سرحد آخوا ته دې خو هلته هم زموږ رابطې دي)).


په دې اړه چې مو کله د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن د بلوچستان څنګې له مرستيال مشر طاهر حسېن اېډوکېټ سره تماس ونيوی نو نوموړي وويل چې که څه هم د چېک حکومت يا د تښتول شوو نجونو خپلوانو له دوی سره تماس نه دی نيولی خو دوی په خپلو غونډو کې دغه مسله څېړلې او پر حکومت يې په وار وار ټينګار کړی چې د خلکو د تښتولو مخه ونيسي.

((چې کومه د اغوا (تښتونې) معامله ده، د هغه موږ مخکې هم غندنه کړې وه او اوس يې هم کوو. له حکومته زموږ اول هم دا غوښتنه وه چې د خلکو د ځان او مال ساتنه د دوی آييني ذمه داري ده، بايد دوی خپله دغه ذمه داري پوره کړي. او بل موږ د دې پيښې په اړه راپور خپور کړی او په خپل کونسل ميټيڼګ (غونډه) کې مو هم د دې ذکر کړی دی چې داسي پېښه شوې ده)).

په پاکستان کې د چکۍ نجونو د تښتولو پېښه لومړۍ هغه نه ده بلکې تر دې وړاندې هم يو شمېر بهرنيان د دې هيواد په بېلا بيلو سيمو کې تښتول شوي چې ځينې يې وژل شوي او ځيني يې بيا د پيسو په بدل کې خوشي کړل شوي دي.
XS
SM
MD
LG