د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې له پوځي اډې د تېلو غله سزا شول


د امریکا یو پخوانی عسکر او یو ملکي په افغانستان کې د څه باندې یوملیون ډالرو په ارزښت د تیلو په غلا ګرم یا مجرم وګرځول شول او د بند سزا ورکړل شوه.


دیرش کلن پخوانی عسکر کریسټوفر ویویر د امریکا په کولراډو ایالت کې په درې کالو او یوه میاشت بند محکوم شوی او یو بل دیرش کلن جانتن هایتور ته د دوو کالو او درې میاشتو بند سزاورکړل شوی ده.

څارنوالانو وویل چې سزا شويو کسان په افغانستان کې له یوې پوځي اډې په جعلي اسنادو په ټېنکرو کې تیل ایستلي او خرڅ کړی وو.

دې دواړو کسان منلې ده چې دوی دا کار کړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG