د ملګرو ملتونو د ایټمي توانايي د څار اداره او ایراني چارواکي پر دې سلا شوي دي چې د نومبر پر یوولسمه نېټه په تهران کې ملاقات وکړي.
دا له هغه وروسته ده چې د ایران له ایټمي پروګرام سره د تړلو اندېښنو د لرې کولو لپاره ګټورې خبرې وشوې.
دا اعلان د سېشنبې په ورځ په ویانا کې له دوه ورځنیو خبرو اترو وروسته شوی دی.
د ملګرو ملتونو د ایټمي توانايي د څار د ادارې مرستیال مشر ټیرو- ورجورنتا د دې مسلې د هوارولو لپاره د ایران نوی وړاندیز د خبرو اترو او همکارۍ په ټینګولو کې ګټور بللی دی.
په یاده اداره کې د ایران استازي رضا نجفي ويلي ، دا وړاندیز به دواړو غاړو ته دا اجازه ورکړي چې د هکارۍ یو نوی باب پرانیزي.
د ملګرو ملتونو د ایټمي توانايي د څار اداره په دې لټه کې ده چې د ایران ایټمي بټیو ، اسنادو او چارواکو ته لار پیدا کړي.
دا د هغو تورونو په اړه د پلټنو برخه ده چې ګواکي ایران د ایټمي وسلو په جوړولو بوخت دی. خو ایراني چارواکي دا نه مني.